فرهنګ

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری غونډه وکړه

کابل – باختر دسلواغې اتلسمه :
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د دغې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام  الدین کشاف تر مشرۍ غونډه وکړه.
د عالمانو د سراسري شورى يو خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ:
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پېل شوه. وروسته د علو د سرتاسري شوری  رئیس د اړوندو مسایلو په هکله وینا وکړه او علمای کرامو ته یې د روانو حالاتو په باب معلومات ورکړل.
ورپسې د عالمانو دسرتاسري شوری د روانې غونډې مصوبه د دغې شوری د  غړي  مولوي عطاء الله لودین لخوا ولوستل شوه، په مصوبه کې د قرآني مبارکو ارشاداتو او نبوي   مبارکو احادیثو په رڼا کې د مسلمانانو په منځ کې د سوله ییز ژوند، ترحم، ورورولۍ او خواخوږۍ سپارښتنه او د مسلمانانو په منځ دښمني، جګړې او د مسلمان وژل او مسلمانانو ته ضرر رسول ناروا او کبیره ګناه بلل شوې، چې سزا یې د دوزخ اور دی.
په مصوبه کې د مسلمان د وینې، مال او پت د حرمت په هکله څرګند دلایل راوړل شوي او په وسلې سره د مسلمان تهدیدول او ګواښل هم حرام عمل ګڼل شوی دی.
همدا راز د هغه چا وژلو ته چې د توحید کلمه )لا اله الا الله( وايي، هره پلمه جوړول او د مسلمانانو له قاتلانو سره هر ډول مرسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا غندل شوې ده.
د مفصلو او څرګندو دلایلو له وړاندې کولو وروسته د مخالفینو لخوا د افغانستان د مسلمان او متدین ملت د عالمانو، قومي مشرانو، سپین ږيرو، ځوانانو، نارینه و، ښځو، د اردو، پولیسو او امنیتي منسوبینو، ښوونکو او استادانو او د نورو عامو بې ګناه وګړو وژنه ناروا او حرام عمل بلل شوی او مخالفینو ته  د سولې له بهيرسره د یوځای کېدو د وار، وار بلنو سره یو ځل بیا بلنه ورکړ شوې ده، چې د جنګ او مسلمان وژنې پرځای د سولې لاره،  چې د خدای جل جلاله امر دی، خپله کړي.
وروسته د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د سولې د عالي شوری د هغه اووه کسیز پلاوي د سفر په هکله چې د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شوری د رئیس په مشرۍ په نږدې ورځو کې ترسره کیږي، د سولې د عالي شوری د منشي استاد امین الدین مظفری لخوا معلومات وړاندې شول، چې نوموړی پلاوی به د پاکستان لخوا له ټاکل شوي اووه کسیز هیئت سره، چې په ترکیب کې یې د دغه هېواد د څلورو واړو ایالتونو څخه مشهور او جید عالمان شامل دي، ددواړو هېوادونو ترمينځ د عالمانو د کنفرانس د جوړېدو د نېټې، اجندا او د ګډون کوونکو د شمېر په هکله نهايي پرېکړه وکړي.
همدا راز د غونډې په وروستۍ برخه کې د سولې د عالي شوری د عامه پوهاوي رئیس  قاضی محمد امین وقاد د عالمانو د کنفرانس په اهمیت خبرې وکړې او په افغانستان کې  دسولې او امنیت ټینګېدو لپاره یې دعا وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته