فرهنګ

په غور کې دوه لرغونې اثار ترلاسه شول .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په غور ولايت کې پرون دوه لرغونې اثار دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ترلاسه شول .
دغور ولايت دملي امنيت رياست دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه دوه لرغونې اثار چې تراوسه پورې يې نوعيت نه دى څرګند شوى لوښو ته ورته دى   او له اوسپنې څخه جوړ شوي دي دغور ولايت ددولت يار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دغه اثار دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته  سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته