ورزش

دافغانستان او دانګلستان دکرکټ ملي ټيمونه لوبه کوي .

کابل باخترد وري دريمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د شل اوريز نړيوال جام  سياليو په دويم پړاو کې دانګلستان دکرکټ دملي ټيم سره لوبه کوي .
دکرکټ بورد دخپرونو مسوول عزيز غروال دباختراژانس خبريال ته وويل دغه لوبه  له غرمې وروسته په دووبجو پيليږي او دهېواددکرکټ  دملي ټيم  لوبغاړو  ددغه پړاو له څوپياوړو ټيمونو  سره ددغه پړاوله تيرودوو لوبو څخه  ښې تجربې ترلاسه کړې دي . او دانګلستان  له ټيم سره دلوبې لپاره يې ښه تيارى نيولى دى .
ديادونې وړ ده چې دپياوړو ټيمونو سريلانکا او دجنوبي ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌افريقا  دټيمونو په وړاندې  چې ددغو لوبو د ٢٠١٤ او ٢٠١٢ دکلونو  اتلان دي .
  دشل اوريزه  نړيوال جام دسياليو ددويم پړاو په دوو لوبو کې دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم له ماتې سره مخامخ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته