اسلام آباد – ډي ډان – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دپاکستاني طالبانو دتحريک شورا د پاکستان له حکومت سره ددغې ډلې دسولې دخبرو د پرمخ بيولو لپاره په پنځلسو بندونو کې يوه مسوده برابره کړې ده او هغه يې په وزيرستان کې دسولې دکميټې دمرکچيانو او استازو ته وړاندې کړې ده .
باختر آژانس دپاکستان د ډان دورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ ، چې دپاکستاني طالبانو دتحريک شورا د شنبې له ورځې راپه دې خوا داميرشيخ خالد حقاني تر نظر لاندې غونډه لرله په دغې مسوده کې دغه موضوعګانې شته.
١– دبې پيلوټه الوتکو د بريدونو بندول
٢-دپاکستان په محکمو کې دشريعت دقوانينو معرفي کول
٣- د دولتي او خصوصي ښوونې او روزنې په سيسټم کې د اسلامي سيسټم
معرفي کول.
٤- دپاکستان له جيلونو څخه دپاکستاني او دبهرنيو طالبانو آزادي.
٥-دهغواماکنو بيا جوړول او د غراماتو ورکول چې دبې پيلوټه الوتکو دبريدونو
له امله زيانمنې شوي دي
٦- سيمه ييزو ځواکونو ته دقبايلي سيمو د کنټرول سپارل.
٧- له قبايلي سيمو څخه دپاکستاني پوځيانو وتل او دپلټنې دټولو پوستو تړل.
٨- دطالبانو پرخلاف ډتولو لګول شويو جرمي تورونو ردول.
٩- د دواړو لورو دبنديانو خصلاصون ( له طالبانو سره دحکومتي ځواکونو بنديان او دپاکستان دحکومت په جيلونو کې د طالبانو بنديان ).
١٠- دشتمنو او بيوزلو په ګډون دټولو خلکو لپاره برابره حقوق.
١١- دهغو کورنيو غړو ته د کار دزمينو برابرول چې دبې پيلوټه الوتکو دبريدونو
له امله زيانمنې شوي دي .
١٢-دبانکي ګټې دسيسټمونو پاى ته رسول .
١٣ – د تروريزم پرخلاف مبارزه کې له امريکا سره دپاکستان د ملاتړ بندول.
١٤- په اسلامي سيسټم د دموکراتيک حکومت دسيسټم بدلون.
١٥-دامريکا له متحده ايالاتو سره د ټولو اړيکو بندول.