سیاست

جمهوررئیس کرزي د سریلانکا د جګړې د اتلانو یادګاري څلي ته د ګلو ګېدۍ کیښوده

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٦مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه ایز وخت  نن مازیګر د سریلانکا په پلازمېنه کولمبوکې د دغه هېواد د جګړې د اتلانو یادګاري څلي ته د ګلو ګېډۍ کیښوده.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د سریلانکا د وسله وال پوځ  قوماندان جنرال دایا راتنایاکا ورسره ملګرتیا کوله د جګړې د اتلانو یادګاري څلي ته د ګلو ګیډۍ کیښوده او د هغوی په احترام یې یوه شیبه سکوت وکړ.
وروسته  جمهوررئیس حامدکرزي له هغو دیوالونو څخه چې د نوموړو اتلانو نومونه پکې حک شوي وو، په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د سریلانکا د وسله وال پوځ د قوماندان لخوا ورته د هغو په باب معلومات ورکول کېدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته