امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۱ ترهګر ووژل شول

کابل/دلېندۍ۱۹مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۳۱ ترهګر وژل شوي، ۱۷ ټپیان شوي او د ۱۰ شکمنو کسانو په ګډون ۱۴ نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په هرات، غزني، غور، زابل، نیمروز، هلمند، پروان، روزګان او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي برېدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته