امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي لومړي :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو  سره په  جګړه کې ووژل شول .
جګړه نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
دافغانستان په جنوب کې  دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل په دې جګړه کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دى وايي   په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته دسردزيان په اوښتو برسيره  ددغې ډلې څو سنګرونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي .
ويل کيږي  په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته