امنیت

په کونړ کې د بې‌پپلوټه الوتکې په بريد کې ۶ تنه داعشپان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :                                                                         

  دکونړ ولايت دچپې  درې په  ولسوالۍ کې  پرون د بې‌پپلوټه الوتکې په بريدکې شپږ تنه وسله‌ وال  داعشيان  وژل شوي دي.                                                                                             د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان  نن  وويل ؛ پرون د نړيوالوځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په بدګاه سيمه کې بريدکړی چې له امله يې  د داعش دډلې  شپږ تنه  جنګيالي وژل شوي.                                                                  

دهقان وايي په وژل شويو کې د داعش دوه قوماندانان هم شامل دي.  د داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ويلي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته