امنیت

دالقاعده يو غړى د افغانستان په ختيځ کې ووژل شو.

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دالقاعده شبکې يو غړى تيره شپه دافغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
دغه پيښه دکامديش دسرحدي ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې افغان سرتيرو د القاعده شبکې په يوه پټنځي بريد وکړ.
دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې دالقاعده دغه غړى د وسله والو طالبانو په ګډون د نورو تروريستي ډلو له ځينو قوماندانانو سره دافغانستان دختيځ په ځينوسيموکې دتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو او ووژل شو.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې بريدکې په نورو تروريستي ډلو پورې اړوند څو تنه جګړه ماران هم وژل شوي دي، خو دقيق شمېر يې څرګند نه دى.
سيمه ييز مسوولين وايي چې دالقاعده دغه غړى عرب توکمي و او په نورستان او دافغانستان دختيځ د نورو ولايتونو په ځينو سيموکې يې د تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله. دغه راز ده ځينو نورو تروريستي ډلو ته دجنګي سايلو او دمالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
په څو وروستيو کلونوکې د القاعده شبکې څو تنه قوماندان او غړي په نورستان ولايت کې دافغان پوځيانو او ناټو دجنګي الوتکو دبريدونو په بهير کې وژل شوي دي.
دافغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلومترو په اوږدوالى،ګډې پولې په لرلو سره تل دالقاعده ،طالبانو ،دپاکستاني طالبانو دتحريک ، حزب اسلامي او د ازبکستان داسلامي تحريک په ګډون دتروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته