خبرونهاقتصاد

په کونړ کې د دریو ټولګټو پروژو د جوړېدو چارې پیل شوې

 کابل، د زمري ۲۶ مه، باختر

د کونړ په مرکزاسعد آباد کې د ښاروالۍ له لوري د  ۶ ميلیونه افغانیو په لګښت ۱ کلیو متر سړک، د چغان پارک او پارکینګ د رغولو چارې پیل شوې دي.

د کونړ ښاروال مولوي نظر محمد (عتیق) باختر آژانس ته وویل چې د مرکز اسعد آباد کې د چغان پارک د پارکینګ ترمیم او دوه بېلا بېل سړکونه چې یو کلیومتر اوږدوالی او (۷)  متره سور لري د ښاروالۍ څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي او کانکريټي ډول د درې میاشتو په موده کې د یاسین ساختماني شرکت له لوري رغول کېږي چې په زرګونه خلک به ترې ګټه پورته کړي.

د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني وویل چې په کونړ کې ۱۲ رغنیزې پروژې منظور شوې دي چې د ۳ پروژو کار یې عملا پیل شو او د نورو پروژو کار به هم ډېر ژر پیل شي.

هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې نور به ملي بودیجه په جنګ نه بلکې په رغنیزو پروژو مصرف کېږي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا