سیاست

انجینیرمحمدخان په کابل ښار کې ځانمرګي بريدونه په سختو ټکو وغندل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٦
په کابل ښارکې دپرونيوځانمرګوبريدونوله امله دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست دلومړي مرستيال انجنيرمحمدخان دډاډګيرنې اوخواخوږى پيغام.
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې ترهګرویوځل بیا د کابل ښار یانوآرام ژوند د دوو انتحاری چاودنو په واسطه په غم او ویر بدل کړ او یوشمیرکابل ښاریان يې شهیدان اوټپیان کړل.
دغه پرله پسې ځانمرګي بريدونه چې د کابل ښار د مرادخاني په سیمه کې وشوې،د تل په څیر د پردویوپه لمسون زموږ د دردیدلو خلکو د لمنځه وړلو
په خاطر تر سره کیږي چې د ښځو او ماشومانو په شمول د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې پرته بل هدف نه لري.
د دې ترڅنګ بې رحمه ترهګرو د نوي ښار پارک ته څیرمه د عامو خلکود کورنوپه منځ کې په یوه میلمستون هم برید کړی چې دا عمل یې له ولس او ملکي خلکوسره ښکاره دښمني په ډاګه کوي.
دغه شان بريدونه چې د اسلاميت او انسانیت پرضد دي په کلکو ټکو غندم
اوپر امنتي ځواکونو یوځل بیا غږ کوم چې مکار دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی او ستاسو پر وړاندې د جګړې توان نه لري نوځکه پر عامو اود ملکي خلکو په ګن ميشتوسیمو کې ځان وژونکې بريدونه کوي.
د روغتونو په مسؤلینو غږ کوم چې د ټپیانو په درملنه کې هر اړخیزه او نه
ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
په پای کې په دې پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتيا ، کورنیو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته