امنیت

په فارياب کې دسيمه ئيزو پوليسو ديوه قوماندان وژل کيدل .

 کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان دناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شو .
په دغه  قوماندان کله چې له افرادو سره يې په قيصار  ولسوالۍ کې په ګزمې   بوخت و ديرغلګرو له خوا ډزې وشوې .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ديرغلګرو په دې بريد کې دسيمه ئيزو پوليسو دغه قوماندان له يوه ساتوونکي سره يې وژل شوى دى .
دى وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه طالبان چې غوښتل يې ديوه غره په لوړه څوکه کې توغندى ځاى پرځاى کړي او په ښکاره دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې  داستوګنې په سيمو بريد وکړي دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
دفارياب ولايت دپوليسو  يو قوماندان وايي دغو طالبانو غوښتل چې دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې دښار داستوګنې په سيمو راکټي بريدونه وکړي چې بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته