امنیت

يو ماين شنډ کړى شو .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
د روزګان ولايت په مربوطاتو کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې  دطالبانو بمي بريد شنډ کړى شو .
پوليس وايي چې دغه بم  دچارچينو ولسوالۍ په عمومي سړک کې ځاى پرځاى کړى شوى و .
دغه بم نن سهار  دسيمې دخلکو په همکارۍ  کشف او دپوځيانو له خوا شنډ کړى شو .
  دروزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  طالبانو  دغه بم  دچارچينو ولسوالۍ په يوه ګن ميشته لاره کې ځاى پرځاى کړى و  او غوښتل يې چې بيګناه خلک  په وينو او خاورو ولړي او لت پت يې کړي . خوبريالي نه شول .
ده وويل چې ددغه ناکام بمي بريد  دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته