امنیت

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩
دفراه پوليسو  پرون ددغه ولايت  په مرکزکې  ددوو ښځواوددوو ماشومانومړي ددغه ولايت  په مرکز کې ترلاسه کړل .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه مړي دفراه ولايت دمرکز  دمهاجرينو په شوراب کلي کې هغه وخت ترلاسه شول چې دپوليسو  منسوبين دګزمې په حال کې  و
ده څرګنده کړه چې ددغو دووښځو  او ددوو ماشومانو په مړو کې دچړو دګوزارونو  نښو نښانو شتون درلود او دهغه دوژل کيدو انګيزه لاتراوسه پورې  معلومه نه ده .
ده وويل  چې پوليسو په دې برخه کې  څيړنې پيل کړي دي اوددغوښځو او ماشومانو دوژونکو دپيژندني اونيولو لپاره يې  جدي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .
ختم_ ف _ اکرم

                                

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته