
کابل باختر د وري لسمه :
١٣ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دډيورنډ کرښې ته څيرمه په يوه صفري سيمه کې له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دسرحدي مامورانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دده وويل چې يرغلګر دډيورنډ کرښې ته څيرمه دسرحدي مامورانو د سپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
ويل کيږي چې ددغې نښتې په بهير کې پوځيانو دبريدګرو طالبانو څو جنګي وسايل او موټرسايکلونه ترلاسه کړي دي .
په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ف – اکرم