امنیت

ديرش تنه ښوونکي وستايل شول .

کابل باختر د تلي  نولسمه :
ديرش تنه ښوونکي په پنجشير ولايت کې وستايل شول .
دپنجشير ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو امريت زده کوونکو ته دښه لوست دورکولو په برخه کې ددغو ښوونکو د ارزښتناکو خدمتونو په وياړ دوى ستايلي دي .
دپنجشير ولايت دځوانانو مسوول  روح الامين دباختراژانس خبريال ته وويل: موږ دتشويقي پروګرامونو دترسره کولو سره غواړو چې ښوونکي زده کوونکو ته  دلوست ورکولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي .
په پاى کې ديرشو تنو ښوونکو ته دستاينې لوحې دپنجشير ولايت دپوهنې رياست داداري مرستيال له خوا ورکړاى شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته