خبرونهTOPروغتیا

په کونړ کې د څه باندې ٦٠٠ زره افغانیو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو

کابل، د مرغومې ٩مه، باختر
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا سیمه کې د ٦٢٥ زره
افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
د دغه مرکز د پرانیستلو مراسمو کې د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل، چې دغه روغتيايي مرکز د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ د ٦٢٥ زره افغانیو په لګښت د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا کلي کې پرانیستل شو، چې پر مټ به یې د نږدې کلیو ٧ زره خلکو ته د روغتیایي خدمتونو آسانتیاوې رامنځته شي.
قاري مخلص وویل: ((روغتیایي خدمتونو ته ژمن یوو او هغو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوو، چې له روغتيايي خدمتونو بې برخې وي.))
هغه زیاته کړه، چې د دانګام ولسوالۍ سربېره یې څو نورو ولسوالیو کې هم شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، چې پرمټ یې خلکو ته روغتیایي آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
ځایي خلکو د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو خوښي وښوده او په نورو لرې پرتو سیمو کې یې هم دې ته ورته روغتيايي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا