امنیت

وسله والو طالبانو په پکتيکا کې پر ماشومانو ډزې کړې دي

کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
په پکتيکا کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه ملکي وګړي تېره شپه په خيرکوټ ولسوالۍ کې له جومات څخه د خپلو کورونو په لور روان وو چې د لارې په اوږدو کې د يرغلګرو له خوا پرې بريد وشو.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آرين باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او دوه نوريې ټپيان شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
وسله والو طالبانو په پکتيکا کې په يوه صحرايي محکمه کې يو ملکي وګړى په ډزو سره وواژه.
دغه پېښه پرون ناوخته د وازې خوا ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه  چې وسله والو طالبانو يو سړى د سيمې د خلکو په وړاندې له وهلو او ډبولو وروسته په ډزو سره وواژه.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې قرباني غريبکار و او له دولت سره يې هېڅ راز پيوند نه درلود.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته