
کابل، د وږي ۶مه، باختر
د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ۱۶۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۲ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژآنس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ په پیرونۍ او ملکانې کلیو کې د افغانستان بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ د ۱۶۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سرچینې زیاته کړه چې د یادو شبکو په جوړېدو سره ۵۷۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د یادې پروژې مسوول انجینر علي رحمان وویل چې یادې شبکې د ژورو څاګانو ترڅنګ د پایپ سیکم، لمریزې برېښنا، دیرش متره مکعب د اوبو ذخیرې او ۲۴۵ نلونو اسانتیاوې لري، چې زرګونه خلک به ترې ګته واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکي هم د یادو شبکو په بشبړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به د ناپاکو اوبو له کبله د ډېرو پېښېدونکو نارغیو مخنیوی هم وشي.