ټولنه

د کرنې وزارت معین: په کونړ کې د ځنګلونو پرې‌کول په بشپړ ډول بند شوي دي

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین چې کونړ ته په رسمي سفر تللی دی، وايي چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې‌کول په بشپړ ډول بند شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرنې وزارت معین مولوي صدراعظم او ورسره پلاوي، د دغه سفر په بهیر کې د ځنګلونو د پرې‌کولو او قاچاقو د کچې او ډول د تشخیص په موخه هغه ولسوالۍ له نږدې ولیدلې چې په اړه یې د ځنګلونو د پرې‌کولو او د لرګيو د قاچاقو خبرونه خپرېدل.
هغه وویل چې تر ارزونې وروسته په ډاکه شوه چې د ځنګلونو پرې‌کول په بشپړ ډول بند شوي دي او د پرتو لرګيو د قاچاقو يو څه بېلګې وموندلې شوې چې د مخنيوي لپاره يې د افغانستان اسلامي امارت د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست، د افغانستان اسلامي امارت د کونړ الف رياست او قومندانۍ د استازو په ګډون یو پلاوی جوړ شو.
ياد پلاوي ته دغه څلور کاري محورونه وټاکل شول: ( د سون لرګيو د وړلو د اندازې او ډول معلومول او خلکو ته اعلانول، د قاچاق وړونکو پېژندل، د قاچاق وړونکو د نوملړ چمتو کول او اړوندو ارګانونو ته د هغوی پېژندل، د قاچاق وړونکو د همکارانو، وسايلو او وسايطو کشف او ضبط، د پرتو لرګيو کره احصائيه او په راتلونکي کې د نویو ونو د وهلو او د زړو لرګیو د قاچاقو مخنيوی.
د کونړ والي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ته د ځنګلونو د هر ډول پرې‌کولو او د لرګيو د قاچاقو د مخنيوي په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته