
کابل، د سلواغې ١٨مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ٥ میلیونو افغانیو په لګښت د کانونو د خامو موادو وزن کولو لپاره د تلې نصبولو چارې پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کونړ د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد شیرین حقاني وویل، چې کونړ پراخه معدني زېرمې لري، چې د نورګل ولسوالۍ مرمرو معدن په ګډون یو شمېر معدنونه په قرارداد ورکړل شوي، چې د دغې تلې په جوړېدو سره به د معدني موادو د وزن کولو ستونزې هوارې او د اسلامي امارت عوایدو لوړاوي کې به مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا کونړ کې د معدني موادو باروړونکو موټرو د وزن کولو په موخه د ٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د کمپیوټري تلې او اداري ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې، چې چارې به يې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
لمر