امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

غزني باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
ديارلس تنه ډار اچوونکي پرون د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې ووژل شول.
په غزني کې د ملي اردو وياند حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د حيات خيلو او خالو خيلو په کلي کې د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دغو هوايي بريدونوکې د دښمن يو موټر، دوه موټر سايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته