ټولنه

جمهوررئیس غني د کابل د ترافیکو او ناحیو د وضعیت د ښه والي په اړه لازمه لارښوونه وکړه

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د کابل د ترافیک او د ناحیو د وضعیت په اړه د پایتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ راپور واورېد او د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهور رئیس د کابل ښاروالۍ ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښار د ناحیو د وضعیت ښه والي ته جدي توجه وکړي او اړونده ادارو سره په همغږۍ په واټونو کې د ګڼه ګوڼې مخنیوی وکړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د کابل د ترافیکو وضعیت د ښه والي په موخه بدیلو لارو او واټونو ته اړتیا ده او په دې اړه باید عملي اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئیس د پایتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ ته دستور ورکړ چې د ښار او ناحیو د وضعې د ښه والي او همدارنګه د کابل ترافیک د تنظیم لپاره ژر تر ژره عملي طرحې ترتیب او وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته