امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په پکتيا کې ووژل شول

کرديز باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢ :
اته تنه وسله وال طالبان پرون په پکتيا ولايت کې ووژل شول او درې تنه نور يې       ټپيان شول.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د زرملې ولسوالۍ د کوهي په ساحه کې د پوليسو په کاروان  بريد وکړ چې د جګړې په نتيجه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د امنيې قوماندانۍ يو خبرځاى وايي چې په دې بريدکې يو پوليسو هم شهيد او يو بل پوليس ټپي شوى دى.
ده زياته کړه چې ټپي پوليس ولايتي روغتون ته ليږدول شوى دى او روغتيايي  حالت يې ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته