
کابل، د وږي ۲۲ مه، باختر
د کونړ سیمه ییز مسوولین وايي چې په د دغه ولایت په پیچ دره کې د یوې ترافیکي
پېښې له کبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله حنیف باختر آژآنس ته وویل چې د
دغه ولایت د پيچ درې ولسوالۍ د قلعي ګل درې په چتي کلي کې د یوه موټر د چپه
کېدو له امله د دوه تنه مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې زیاته کړه چې ټپيان د اسعداباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.