امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۵ تنه ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / باختر/  د سلواغې د مياشتې ١٧مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونو کې۱۲ګډ تعرضي او چاڼیزعملیات،۸۲ ځانګړي کوماندویي دندې او یو هوایي برید د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۲۸ الوتنې کړې دي چې په پایله کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان او هلمند په ولایتونوکې ترسره شول.#
پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته