خبرونهاقتصادTOP

په کونړ کې د ۲۵ کیلو متره سړک بیارغولو چارې پیل شوې

 کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر

د کونړ ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ د شُلت درې د سړک ترمیمولو چارې یې د یاد لایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ پیل کړې دي.

د کونړ والي مولوي احمد طه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې، د ولسونو د غوښتنو پر بنسټ د شُلت او ماما کلي سړک د ترمیمولو چارې پیل شوي او د پاتې نورو سیمو سړکونو د رغولو چارې به هم پیل شي.

هغه وايي چې سړکونه مهمه اړتیا ده، هیله ده مسوولین او مرستندویه بنسټونه لرې پرتو سیمو ته د سړکونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحق حقـاني د ټولګټو پروژو د ښه تطبیق په برخه کې د امنیتي ارګانونو د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ وایي، چې په دغه پروژه کې په ورځني ډول ۴۰ تنه کار کوي، چې نږدې یوه نیمه میاشت کې به یې د ترمیم چارې بشپړې شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا