امنیت

پنځه ويشت تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر دکب  دويمه

  دکابل پوليسو دتيري يوې مياشتې  په بهير کې پنځه ويشت تنه دنشه يي توکو دپلورنې او قاچاقو په تور نيولي دي .

 دکابل دساحوي  زون دامنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه کسان دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورنې ديو ديرشو پيښو په اړوند نيول شوي دي چې له دوى  څخه اووه پنځوس کېلوګرامه چرس ،دولس کېلوګرامه هيروئين اويوه اندازه اپين ترلاسه شوي دي چې وروسته سوځول شوي دي .

 دغه راز په دې موده کې درې سوه پنځه پنځوس بوتله  الکولي مشروبات او درې سوه ليتره بيرلي مشروبات  دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

  په همدي حال کې دکابل پوليسو  نن دکابل په شکردره کې دعملياتو په ترسره کولو سره يوه اندازه لاسي بمونه ترلاسه کړي دي .

 دغه راز دکابل ښار په يوه مرکزي ساحه کې دنشه يي توکو يو پلورونکې ونيول شو.

  دغه سړى هغو کسانو دنيولو په مقصد دپوليسو دعملياتو په دوام نيول شوي دي چې نشه يي توکو د پوړيو  په ډول  په نشه يي توکو په روږدو کسانو پلوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته