کابل/ دتلې ١٠مه / باختر:
د لوګر ولايت يوه ښوونځي ته نن لابراتواري وسايل ورکړ شو .
دلوګردپوهنې رياست وياندشاهپورعرب باخترآژانس ته وويل؛
د لوګر دپوهنې رياست ١٥٢ قلمه لابراتواري وسايل د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د حاجې بهادرحان کوچي منځني ښوونځې ته ورکړ .
هغه زياته کړه ؛ دغه مرسته شوي وسايل د دغه ښوونځي د زده کوونکو په عملي کارونو کې ډير ګټور دي .
په دې ښوونځي کې د نجونو او هلکانو په ګډون ٤٧٠ زده کوونکي په زده کړې بوخت دي .
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ