
کابل، د زمري ۴مه، باختر
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولین په یاد ولایت کې د ۷۰ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمد د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره شپه د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې د یادې قول اردو د عبدالله بن عباس (رض) دوهمې پلې لوا اړوند دوهم ټولي ځواکونو یو تن د ۷۰ کيلو ګرامه قيمتي ډبرو د قاچاق په تور نیولی دی.
هغه زیاته کړه، نیول شوي کس غوښتل ۷۰ کیلو ګرامه قیمتي ډبرې له هېواده بهر ته ولېږدوي.
ص