خبرونهټولنه

په کونړ کې د ۹۴ کیلو مترو کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې

 کابل، د لړم ۱۸مه، باختر

د کونړ د کرنۍ ابولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې دUNDP  په مالي ملاتړ د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې ۱۷ میلیونو، ۹۸ زره ۱۱۶ افغانیو  په لګښت ۹۴ کیلو متره کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس عزت الله هدايت باختر آژانس ته وويل، چې د دغې پروژې پرمټ کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ ۳زره ۲۸۶ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.

هدايت زیاته کړه، چې د دغه پروژې چارې د کرنۍ اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ بشپړې شوې.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا