کابل/ د غوايي٢٨مه/ باختر
د عامې روغتیا وزارت مرستیال له ملالۍ روغتون څخه د کتنې پرمهال وویل، چې د اړمنو کسانو د روغتیايي وضعیت لپاره بايد زیاتې هڅې وشي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د عامې روغتيا وزارت د مالې او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده په کابل ښار کې ملالۍ روغتون وکوت.
نوموړي د دې روغتون له بېلابېلو څانګو څخه له کتنې وروسته له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل چې له اړمنو کسانو سره په روغتيايي برخه کې زياتې هڅې وکړي.
په همدې حال کې د ملالۍ روغتون روغتيايي کارکوونکو د ناروغانو د روغتیايي وضعیت په پام کې نیولو سره د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د همکارۍ ژمنه وکړه او خپلې ستونزې یې له مالي او اداري مرستیال سره شریکې کړې او د دوى د ستونزو د حل په موخه اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وشوې.
\ ذ