خبرونهټولنه

په جوزجان کې ۶۱۰ کسانو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۷ مه / باختر

د جوزجان په مرکز شبرغان کې ۶۱۰ کسانو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

د جوزجان د بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالمالک رستمي وايي چې یاده مرسته د خوړو نړېوال سازمان په مالي لګښت په دغه ولایت کې پر۶۱۰ کسانو ووېشل شوه.

په ورته وخت کې په جوزجان کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې به له جنګ ځپلو او بې ځایه شویو کورنیو سره ورته نورې مرستې هم وشي.

بل خوا بې ځای شوې او جنګ ځپلې کورنۍ وايي چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته