سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکـــــرزي د ډاډګيرنې

کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
د  افغانستان د اسلامي جمهوريت  د  جمهور  رييس حامدکـــــرزي   د  ډاډګيرنې
او خواخوږۍ پيغام
په ژورې  خواشينۍ سره مې خبر  ترلاسه کړ  چې  ديني عالم او  د ديني علومو
ښوونکى  مولوي نظرمحمد د  هغې ناروغۍ له  امله چې  ورپيښه شوې  وه  په 
حق رسيدلى دى .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد مولوي نظرمحمد په عربي  دارلعلوم کې  د زده کړې له بشپړولو وروسته
دهېواد په پوهنه کې يې  په تدريس لاس پورې کړ .
دجهاد په دوران کې  دهېواد له مجاهدينو سره يې  کار وکړ  او  وروسته  يې هم
دغه  کار ته دوام ورکړ . مصلح او دخلکو خير غوښتوونکى شخص و، مړينه يې
يوه ضايعه ده.
د خپلې ژورې  خواخوږۍ   او  ډاډګيرنې   مراتب  د  ارواښاد  کورنۍ،   دوستانو
او دکاپيساولايت  خلکو ته وړاندې کوم   او د  الله   (ج)  له دربارڅخه   ارواښاد ته
دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته