
کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر
د کونړ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د امنیتي ادارو په هڅو ١٣٧ میله سپکې او درنې وسلې د ملي دفاع وزارت د وسلو راټولولو کمېسیون ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کونړ مرورې ولسوالۍ ډلګي مشرانو، مسوولینو او ولسونو له خوا ۱۳۷ میله وسلې او ۵۷ زره بېلابېل مهمات، چې د فتحې وروسته یې د امانت په توګه ساتلې وې، د ملی دفاع وزارت د وسلو او وسایطو راټولولو کمېسیون ته تحویل او د کمېسیون له لوري اړوندو امنیتي ارګانونو ته وسپارل شوې.
د دغه کمېسیون استازو د بیت المال په ښه ساتنه د ټینګار ترڅنګ له خلکو او مسوولینو وغوښتل، چې ټولې هغه نظامي وسلې، وسایل او تجهیزات چې د امانت او یاهم په ناقانونه توګه یې له ځان سره ساتلې وي دغه کمېسیون ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ٧٣٠ میله سپکې او درنې وسلې دغه کمېسیون ته سپارل شوې وې.
لمر