نړۍ

د روسيې د راکټي دفاع ځواکمنتيا زياتيږي

مسکو – باختر دتلې دمياشتې ١٠
د روسيې د اردو د ځمکنيو ځواکونو عمومي قوماندان اعلام وکړ چې د دغه هيواد د راکټي دفاع وړتيا د (سکندر- ام) راکټي سيستم د بطريو په زياتوالي سره زياتيږي.
د ريانو وستي دخبري آژانس دخبرله مخې: جنرال اولګ ساليوکف زياته کړه چې د روسيې اردو به په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د (سکندر- ام) د راکټي سيستم او بطريې ولري.
ده چې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ څرګنده کړه چې د اوږمهال پروګرام له مخې اوس د روسيې اردو د (سکندر – ام) د توغنديو څلور بطريې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته