
کابل، د غبرګولي ٢مه، باختر
په ختيځ زون کې د ملي دفاع وزارت د وسلو راټولولو کمېسیون ته ۲۹ میله وسلې وسپارل شوې.
په ختيځ زون کې د ملي دفاع وزارت د وسلو راټولولو کمېسیون استازي مولوي سعيدالله رضوان وویل، چې دغه ۲۹ میله اېم ١٦ وسلې مجاهدینو د ښې ساتنې په موخه د کونړ بېلابېلو ولسواليو ته لېږدولې وې په سمه توګه له ساتلو وروسته د ۲۰۱خالدبن ولید (رض) قول اردو د عبدالله بن عباس (رض) دوهمې پلې لوا د تخنیک آمریت مسوولينو ته په خپله خوښه وسپارلې.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې سلګونه میله سپکې او درنې وسلې د ملي دفاع وزارت د وسلو راټولولو کمېسیون سپارل شوې وې.
لمر