خبرونهټولنه

په کونړ کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر

په کونړ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره په سلګونو کلیوالي کورونیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی وموند.

دغه شبکه د نورګل ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې جوړه شوې ده.

دغه شبکه د لمریزې انرژۍ په واسطه اوبه د سیمې کورنیو ته رسوي.

د دغې شبکې د اوبو زېرمه د ۵۵ زره لیتره اوبو ظرفیت لري او په بېړنیو حالاتو کې کولای شي څو ورځې اوبه خلکو ته ورسوي.

د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس شمس الرحمن سېلاب باختر آژانس ته وویل چې دغه ریاست د یو مرستندوی بنسټ په مرسته د دغې شبکې د جوړولو لپاره پنځه میلیونه دوه سوه زره افغانۍ لګولې دي.

د سیمې خلکو د دغې شبکې د جوړولو هرکلی وکړ.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا