کابل/ دغبرګولې ٣١مه / باختر
د هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن سهار د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ، په چهارچنار ماڼۍ کې ناسته ترسره شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د سولې پروسه د افغانستان اسلامي جمهوري لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.
په ناسته کې دا ټینګار هم وشو چې د سولې او ثبات د تحکیم، د جمهوری نظام د استحکام او د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره، واحد صف او قوي سیاسي اجماع مهمه ده او د ثبات د تحکیم لپاره دې د جمهوري نظام له قوي ولسي ملاتړ نه اعظمي ګټه واخیستل شي.
دغه ناسته کې متحده ایالاتو ته د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور ريیس او مل پلاوي متوقع سفر په اړه هم مشوره وشوه او دا سفر مهم وبلل شو.
د مجلس په پاى کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رييس، د واحد صف د استحکام او د سیاسي اجماع د تحکیم لپاره دغه ډول ناستې مهم وبللې او پرېکړه وشوه چې دا ناستې دوام وکړي.
پاى-ذ