ټولنه

دکابل ښار په اتمه ناحيه کې پراخه اورلګيدنه .

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې نن غرمه پراخ اورلګيدلى دى .
دکابل ښار دپوليسو داتمې حوزې دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې آمر محمد ظاهر دباخراژانس خبريال ته وويل، دغه  اور دکابل ښار داتمې ناحيې دلرګيو دپلورنې په ساحه کې لګيدلى دى او داور لمبې په ساحه کې داستوګنې کورونه هم ګواښوي .
  عيني شاهدانو دباختراژانس خبريال ته وويل چې داور لمن پراخه شوې ده خو داور وژنې کارکوونکي دهغه دوژلو لپاره هلې ځلې کوي .
دپيښې  جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته