امنیت

په روزګان کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

ترينکوټ باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۳ مه
د روزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکې وايي چې وړمه شپه د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کي د بهرنیوځواکونو په هوايي بریدونو کې د یو طالب قوماندان په ګډون ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  دي.
د روزګان ولايت د امنیه قومنداني د لومړي کنډک قومندان زین الله «ملک» باختر اژانس ته وویل  چې وړمه شپه بهرنیو هوايي ځواکونو ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو یو شمیر مرکزونه په نښه کړي چې له امله يې د وسله والو طالبانو د یوه  قوماندان په ګډون پنځه ویشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
ملک زياتوي چې دغه راز  په دغو بریدونو کې د وسله والو مخالفينو د لس ګونو وسايطو په ګډون اتلس موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته