خبرونهښوونه او روزنه

په کونړ کې يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یو منځني ښوونځي ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا