سیاستخبرونهTOP

له کازان تر شي‌ژانګ پورې زما ډیپلوماټیک سفر

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

لیکوال: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري

د مسکو فارمټ په جلسه کې د ګډون په موخه د تلې میاشتې په درېیمه د دوشنبې ورځ پنځه بجې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ورسېدم.

یو څه تم شوم ترڅو د هئیت نور غړي هم راورسېږي؛ کابو پنځه نیمې بجې د آریانا افغان شرکت په الوتکه کې سپاره شوو، د ترکمنستان هېواد په یو هوایې ډګر کې مو لنډه دمه وکړه الوتکې ته مو تېل ور واچول او د روسېې په لور مو پرواز وکړ، د شپې دولس نیمې بجې مسکو ته ورسېدو.

مونږ له کابل څخه ځان سره تودې جامې هم وړې وې، خو زموږ د تمې خلاف د مسکو هوا معتدله وه، موږ ته وویل شول چې تاسو د کابل په ډېر ښه فصل کې راغلي یاست، ځکه چې په مني کې د مسکو هوا ډېره ښکلۍ او نرمه وي.

په مسکو کې د کرملېن ماڼۍ سره نږدې پروت پرزیډنیټ هوټل کې مو واړول، دا هغه تاریخي هوټل دی چې په لومړي ځل د افغانستان د اسلامي امارت او د افغانستان جهادي مشران په کې سره جرګه شوي وو.

د رسمي لیدنو پیل

په مسکو کې مو لومړۍ د روسېې د ولسمشر له ځانګړي استازي ادلګریف روسلان سعید حسېنویچ او له هغه سره مل لوړ پوړي ډيپلوماټیک هئیت سره لیدنه وکړه، په دغه لیدنه کې د افغانستان هئیت مشري د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنېو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي په غاړه وه او د پلاوي په استازولۍ یې په افغانستان کې د ټينګ شوي امنیت، د نشه يي توکو د کښت بندیدو او د داعش ډلې د ځپلو په هکله هراړخیزې خبرې وکړې.

له دغې لیدنې وروسته په مسکو کې مو له یو ستر اسلامي مرکز څخه رسمي لیدنه وکړه، د نوموړي اسلامي مرکز مشر او د روسېې هېواد ستر مفتي راویل عین الدین لخوا د افغانستان د اسلامي امارت ډیپلوماټیک پلاوي دروند او پرتمین هرکلی وشو، عین الدین هیله څرګنده کړه چې د روسېې او افغانستان ترمنځ علمي او کلتوري اړیکې دې لا پراخې او پیاوړې شي او په پای کې وویل چې د نوموړي په مشرۍ به د دیني عالمانو یو ستر پلاوی کابل ته سفر وکړي.

همدا راز په مسکو کې مو له څو غښتلو سیاسي خوځښتونو سره رسمي لیدنې درلودې، دغو خوځښتونو د افغانستان د ورستیو سیاسي بدلونو په هکله کره معلومات نه درلودل او څه نا څه د ځینو رسنیزو راپورنو تر تاثیر لاندې راغلي وو، د افغانستان د اسلامي امارت ډیپلوماټیک هئیت دوي ته د افغانستان د واقعي تصویر پر وړاندې کولو سره ځمکني واقعیتونه تشریح کړل.

د افغانستان له سفارت څخه لیدنه

د ليدنو او ملاقاتونو په سلسله کې مو په روسیه کې د افغانستان له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه، د سفارت بېلابېلې برخې مو ولیدلې، د سفارت د ننه ټولې چارې او کارونه په ښه ډول روان وو په روسیه کې مېشتو افغانانو او په ځانګړي توګه افغان زده کړیالان د سفارت له کړنو څخه راضي وو.

په سفارت کې مو په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره ځانګړې لیدنه درلوده، په دغه ناسته کې افغان سوداګرو، فرهنګیانو او محصلینو برخه اخیستې وه، هغه څه چې دغه ناسته یې لا په زړه پورې کړې وه هغه دا وه چې په دغه ناسته کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو خلکو ګډون کړی و؛ ما ولیدل چې په دغه غونډه کې په پښتو ژبه، دري ژبه او هراتۍ او هزاره‌ګۍ لهجو باندې ګډونوالو ویناوې وکړې، په دغه ناسته کې ما یو په زړه پورې کوچنی افغانستان ولید.

په دغه ناسته د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنېو چارو وزیر او ما هم وینا وکړه او د هغوی خبرو ته مو غوږ ونیو، سفارت ته راغلو مېلمونو په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړه او په اقتصادي چارو کې یې د نظام هڅې وستایلې.

د کازان په لور

له څلورو ورځو ورسته له مسکو څخه د کازان په لور وخوځېدو، کازان د تاتارستان جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، کازان یو تاریخي ښار دی او د روسېې هېواد درېیم پایتخت هم ګڼل کېږي، دغه ښار له کلتوري پلوه خورا ډېر اهمیت لري، ښکلې هوا او زړه راښکونکی طبعیت لري. هرکال په میلیونو سیلانیان له دغه لرغوني ښار څخه لیدنه کوي.

په کازان ښار کې ګڼ شمېر افغان او بهرني محصیلین په زدکړو بوخت دي.

د مسکو فارمټ جلسه مهمه جلسه وه چې د تلې مېاشت په اوومه پیل شوه، دغه جلسه چې د افغانستان په هکله جوړه شوې وه د افغانستان د پلاوي په استازولۍ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنېو چاور وزیر مولوي امیر خان متقي وینا وکړه، متقي د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د نشه يي توکو د کښت بندیدل او د داعش ډلې د پټنځاینو په مسلکي ډول له منځه وړلو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي متقي زیاته کړه چې په هېواد کې د پنځه څلویښت کلن کړکېچ اصلی لامل د کورنېو مسایلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو، چې زموږ جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او فرهنګي ارزښتونه په کې غورځول شوي وو. په پای کې ښاغلي متقی د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې افغانستان ته دې د نا تعریف شوي ټولګډیز په څېر هېڅ بهرنۍ نسخه نه وړاندې کوي، موږ د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او ټولو څخه مو هیله دا ده چې زموږ په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي. افغانستان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ټول ګډونه حکومت جوړ کړی او باید زموږ ملي حاکمیت ته درناوی وشي.

له تاجکستان پرته ټولو هېوادنو زموږ نظر تایید کړ او د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل او اړیکو غوښتونکي وو، دا چې د تاجکستان هېواد له درېځ څخه په دغه غونډه کې هېڅ لوري ملاتړ ونه کړ او په اقلیت کې پاتي شو موږ هم دغه دریځ ته رسمي ځواب ورنه کړ، په دغه غونډه کې یوه مهمه موضوع چې د بهرنیو چاور وزیر ورته اشاره درلوده هغه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت موضوع وه، د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې په عملي ډول ثابته کړه چې د امنیت د ټینګښت وړتیا او ظرفیت لري او له افغانستان څخه به د سیمې هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي.

په دغه ناسته که د افغانستان ډیپلوماټیک هئیت وویل چې موږ د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او همکاري غواړو، افغانستان ښه ټرانزیټي موقعیت لري او دغه چاره به د سیمې په اقتصادي غوړېدا کې خورا مهم رول ولوبوي.

د ایران هېواد استازي د سیمې د هېوادنو په کچه د اړیکو د یوې ډلې د رامنځته کېدو غوښتونکی شو، چې دغه ډله به د سیمې په کچه د هېوادنو ترمنځ د پېښیدونکو ستونزو په هواري کې رغنده رول ولوبوي. د روسیې او چین هېوادونو استازي د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنوکي شول او له غربی هېوادنو یې وغوښتل څو په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته د پای ټکی کېږدي.

د مسکو فارمټ په څنډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنېو چارو وزیر او مل پلاوي د چین، پاکستان، قزاقستان، عربستان او ځېنو نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره بېلابېلي ناستې درلودې، د دغو هېوادنو استازو وویل چې دوی د یو قوي، یو موټي او هوسا افغانستان غوښتونکي دي او په افغانستان کې ثبات د سیمې په ګټه بولي.

د مسکو فارمټ له رسمي جلسې څخه ورسته مو د تاتارستان جمهور رییس ښاغلي روستم مینیخانوف او د هغه د کابینې له غړو سره رسمي ناسته درلوده، په دغه ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراخوالي هم خبرې وشوې، وروسته مو له یو ستر جومات څخه مو هم لیدنه وکړه، د تاتارستان حکومت د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته یوه ځانګړې او شانداره کلتوري غونډه نیولې وه او د پلاوي تود هرکلی وشو.

د ټرانس همالیا ناسته

د کازان له دوه ورځني سفر ورسته عربي متحده اماراتو ته راغلو د دوبۍ په ګډون مو له ابوظبۍ او شارجې ښارنو څخه لیدنه وکړه، په عربي متحده اماراتو کې مو له ګڼو ملي سوداګرو او پانګوالو سره لیده کاته وشول او له دوی مو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ټرانس همالیا غونډه چې د تلې مېاشتې په یولسمه نېټه د شي ژانګ په ښار کې دایره شوې وه پکې د همالیا د سیمې هېوادونو لکه پاکستان، چین، بوتان، منګولیا، بنګلادیش، نیپال او … ګډون کړی و، افغانستان هم دغه غونډې ته بلل شوی و، په دغه ناسته کې د چین هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال او د بهرنېو چارو وزیر ګډون وکړ، د دغې ناستې په اجنډا کې سیاسي، اقتصادي همکارۍ، سیمه ییز نښلون او اقلیمي بدلونونو په شان موضوګانې شاملې وې.

په دغه ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وینا وکړه، ښاغلي متقي وویل چې د همالیا د غرنو لړۍ باید موږ سره جلا نه کړي او د همالیا د غرونو شا او خوا هېوادونه باید له یو بل سره اړیکې لا پراخې او ټینګې کړي.

په دغه ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په سیمه يیزه همپالنه، د هېوادنو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د قلیمي بدلونو سره په ګډه مبارزه ټیګار وکړ، پلاوي د چین هېواد څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د واخان کوریډور په جوړیدو غور وکړي، که دغه کوریډور جوړ شي د افغانستان او چین ترمنځ به سوداګرۍ آسانه او ارزانه شي او همدارنګه به چین، ایران او منځني ختیځ ته لنډه او ارزانه لاره ومومي، پلاوي همدا راز وویل چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان د سیمې د اقتصادي نښلون په مرکز باندې بدل شي. د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وینا د رسنېو له استقبال سره مخامخ شوه او په پراخه کچه ورته رسنیز پوښښ ورکړل شو.

د ټرانس همالیا له رسمي ناستې ورسته د چین د بهرنېو چارو له وزیر سره مو لیدنه درلوده، په دغه ناسته کې د چین خارجه وزیر ټینګار درلود چې افغانستان بیاځلي نا امنیو خواته ولاړ نشي، د افغانستان د بهرنېو چاور وزیر لخوا د امنیت د ټېنګښت ډاډ ورکړل شو، او چینایې لوري ته وویل شول چې د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې دا وښودله چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ظرفیت او وړتیا لري.

د بهرنېو چارو د وزیر بله ناسته د پاکستان د خارجه وزارت له سرپرست وزیر سره وه، په دغه ناسته کې د دوه اړه اړخیزو اړیکو، دو اړخیزې سوداګرۍ، د کډوالو په ستونزو او د افغان سوداګرو په وړاندې د شته ننګونو په هکله خبرې وشوې.

له رسمي ناستي وروسته مو د تبت د دوا جوړونې له یو ستر شرکت او د چین هېواد په کچه مو له یو ستر ټیګنالوژیک او اقتصادی مرکز څخه  لیدنه وکړه، په دغه ستر ټیکنالوژیک او اقتصادی مرکز کې مو د چین هېواد د پرمختګ او صنعتی کېدو تاریخچه ولیده، په دغه مرکز کې درې مهمو شعارونو زمونږ توجه جلب کړه.

۱-  ډېرکار کول

۲- په ښه توګه کار کول

۳- او د لید لوري په ملتیا کار کول

د چین د سفر په پای کې یو وار بیا دوبۍ ته راغلو او دا ځل هم مو له ځینو نورو ملي سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل، د افغانستان د اسلامي امارت ډیپلوماټیک هئیت د افغانانو له تود هرکلي سره مخامخ شو او ګڼو افغانانو موږ ته دعوتونه او مېلمستیاوي ترتیب کړي.

پایله

په ټوله کې داسې ویلای شو؛ څه چې ما روسېې او چین ته د سفر په ترڅ کې ولیدل هغه دا دي چې ټول هېوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل په لټه کې دي او د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ په څو دلیلونو نه کوي.

لومړی؛ د اسلامي امارت مخالفین هېڅ روښانه سیاسي لید نه لري. دا بې برنامې خلک دي او د دوی ماضي له ستراتېژیکو غلطیو ډکه ده.

دویم؛ له دې امله چې د اسلامی امارت د مخالفانو سیاسي افکار منسجم نه دي، دوی نه شي کولای د هېوادونو باور ترلاسه کړي.

د امارت ځينې مخالفين د افغانستان د تجزیې په لټه کې دي، ځينې د فدرالېزم  بحث ته لمن وهي، ځينې مخالفين د يوه داسې ټول شموله حکومت په لټه کې دي چې لکه شراکتي شرکت وي د مخالفینو سیاسي ټوټې کېدل د دې لامل شوی چې هېوادونه پر دوی باور ونه کړي.

درېیم؛ هېوادونو درک کړي چې د امارت مخالفینو د خلکو باور له لاسه ورکړی دی. ځکه د افغانستان خلک پوهېږي چې د مخالفې جبهې سره یوځای کېدل به نه یوازې روښانه راتلونکې نلري بلکه مادي، معنوي او انساني زیانونه به هم واړوي، د خلکو په نظر کې د امارت د مخالفې جبهې د مشرانو کړنې له ناکامیو ډکې دي او له همدې امله رد شوي دي. خلک نه غواړي چې یو ځل بیا تېرې غمجنې پېښې تکرار شي.

څلورم؛ د امارت مخالفین نه شي کولای چې ولسونه او تودې په یوه ټغر راټولې کړي. ځکه چې د امارت مخالفین په فساد، د کورنیو لخوا د واک انحصار ، د سیاست شخصي کول، د ټولنېزو ګتو تر پښو لاندې کولو او د بهرنیانو په ملاتړ تورن دي او د خلکو رضایت نشي ترلاسه کولای. له همدې امله ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه  د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.

پنځم؛ د افغانستان خلک او د سیمې هېوادونه پوهېږي چې د امارت له مخالفینو سره په تبلیغاتي ډګر کې یو ځای کېدل هم د دوی په زیان دی. له همدې امله د امارت مخالفین په نرمه جګړه کې هم ناکام دي. دوی په دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې یوه پوسته هم نده نیولې. ځکه خلک ورسره هم لاري نه دي.

شپږم؛ د امارت سیاسي مخالفین نه شي کولای چې یو ټولیز خوځښت رامنځته او رهبري یې کړي. تر اوسه مخالفین نه دي توانیدلي چې د متحدې جبهې په جوړولو سره د افغانستان او نړۍ په عامه افکارو کې ځان د باور وړ بدیل په توګه وړاندې کړي.

له همدې امله اسلامي امارت توانیدلی په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته