
کابل، د مرغومې ٢٦مه، باختر
د کونړ د کلیو، بيا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ډاکار موسسې له لوري د ٦ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس شمس الرحمان سېلاب باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکه د مرورې ولسوالی اړوند د بچې ډانک په کلي کې د ډاکار خیریه موسسې په مالي ملاتړ د ٦ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې د ٢٠ متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
د نوموړي خبره، د دغه شبکې پر مټ ٣٢٥ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.
لمر