امنیت

په هرات کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دزمري  نولسمه :
دهرات ولايت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پرون د دوو چاودنو مخه ونيول شوه .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والوطالبانو دغه ماينونه د رباط سنګي ولسوالۍ په ګڼ ميشتو ساحوکې ځاى پرځاى کړي و .
په هرات ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شول .
ده وويل: طالبانو غوښتل چې د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته