خبرونهټولنه

په کونړ کې ٣٤٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

کابل، د سلواغې ٢٠مه، باختر

د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ٥ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ريیس شمس الرحمن سېلاب باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکه د ماڼوګي ولسوالۍ په ناټیګرام کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٥ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د لمریزې برېښنا پر سېستم سربېره د ٥٠ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه شبکې په جوړېدو سره د سیمې ٣٤٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا