ټولنه

پنځه شپيته پروژې ګټې اخستنې ته وړاندې کيږي

کابل باختر د زمري  اوومه :
دنړيوال بانک او داسيا  دپرمختيا صندوق له خوا دملي  پيوستون  دپروګرام له لارې  په راتلونکو څلورو کلونوکې  د دوو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت  په پنجشير ولايت کې پنځه شپيته ټولګټې پروژې  جوړيږي .
په پنجشير کې  دملي پيوستون دپروګرام رييس انجنير شفيق الله  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې  دمحافظتي ډيوالونو ، داوبو دکانال ، ترناب ، سربند ، داوبو دزيرمې ، د بريښنا دکوچنيو دستګاو او  دسړکونو جوړول شامل دي  چې په پام کې دي  په دريو ولسواليو ، عنابه ، شتل ، او دره کې  په عملي توګه  کار يې په راتلونکو دوو مياشتو کې پيل شي او دغه پروژې د پنجشير ولايت په کچه کې دي .
ده څرګنده کړه چې  دملي پيوستون پروګرام  دلسو کلونولپاره  په پنجشير ولايت کې قرارداد شوى دى  چې په لومړى پړا وکې ددغه ولايت درې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نيول کيږي او ټاکل شوې ده چې دخلکو داړتيا وړ پروژې پکې عملي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته