کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د هرات د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې د تخت صفر څخه تر ګمرکرپورې د غځېدلي ۲.۵ کیلومتره سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مرستیال مولوي خیرالله خیرخواه باختر آژانس ته وویل چې دغه سړک ۲.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري چې ورسره یې پلونه او د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي کانال هم رغول شوی دی.
خیرخواه زیاته کړه چې پر دغه سړک ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د هرات ښاروالۍ سره په همکارۍ سره رغول کېږي.
20 د یوې دقیقې څخه لږ