ښوونه او روزنه

د کابل ولايت د کانکور د آزموينې لومړى پړاو ترسره شو

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د هېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسوکې دکابل ولايت د اړوندو ولسواليو او دکابل ښار د يوشمير ليسو د دولسمو ټولګيو د فارغانو د کانکور د آزموينو لومړى پړاو نن  ترسره شو .
  دباختر آژانس دخبر له مخې:
دغه آزموينې په کابل پوهنتون، دکابل په پوليتخنيک پوهنتون او د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې واخستل شوې.
د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند په داسې حال کې چې  د مرکز له پوهنتونونو يوشمېر رييسان او استادان هم حاضر وو؛ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د کابل ولايت د حوزې د کانکور د آزموينې په لومړى پړاو کې د دريو زرو شپږ سوه اووتنو نجونو په شمول اتو زرو اووه سوه څلور اويا تنو داوطلبانوګډون کړى دى او تاکل شوې ده چې د کابل په حوزه کې د کانکور د آزموينې په پنځو پړاونوکې څه ناڅه پنځه څلويښت زره تنه ګډون وکړي .
ده زياته کړه: د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د کانکور د آزموينو بهير  د روان کال د لړم په مياشت کې پيل شوى دى او د هېواد په درې ديرشو ولايتونو په اووه ديرشوحوزوکې په برياليتوب سره پاى ته رسيدلى دى .
د لوړو زده کړو د وزيرې د څرګندونوله مخې: له کابل پرته تر اوسه پورې له يوسلو پنځه پنځوس زرو شپږ سوه  پنځه ويشتو تنو څخه آزموينه اخستل شوې ده.
پوهنوالې مومند وويل چې د روان کال د کانکور په آزموينوکې د پوښتنې په برخو کې هم نوى نظر شوى او هغو پوښتنو چې ستونزې يې لرلې؛ د پوښتنو له بانک څخه حذفې شوې او د کانکور د آزموينو په بهيرکې د شفافيت د تامينولو په خاطر  دامريکا د متحده ايالاتو د سفارت په مرسته نوي ماشين آلات پيرودل شوي او له هغو څخه په استفادې سره هر داوطلب ته جلا پوښتنې چاپ شوي دي.
د لوړو زده کړو وزيرې وويل چې ددغه وزارت د برياليو هڅو،  د جمهوري رياست دمقام په ملاتړ او په ولايتونوکې دمسوولو ارګانونو د چارواکو په همکارۍ نه يوازې د آزموينو د اخستلو بهير تر اوسه پورې له ستونزې سره نه دى مخامخ شوى،  بلکې د شفافيت او عدالت اصل په بريالي توګه او په هراړخيز ډول رعايت شوى دى.
دې زياته کړه چې د اوسني ظرفيت په پام کې نيولو سره په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسوکې د منلو ظرفيت اته پنځوس زره  او دوه سوه لس تنه دى او په نيمه عالي لوړو زده کړوپه موسسو کې کابو شپيته زره تنه دى .
د لوړو زده کړو وزيرې څرګنده کړه چې د داوطلبانو له جملې څخه  هغه بې نتيجې کسان چې لوړې نمرې ولري؛ د لوړو زده کړو زارت او دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو ترمنځ د تفاهم له مخې به په بېلابېلو تخفيفونوسره دغو بنسټونو ته معرفي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته