امنیت

يوه آلمانۍ په کابل کې ووژله شوه او د دغه هېواد يو بل تبعه وتښتول شو

کابل/ باختر دثور ٣١:
د کابل پوليس د يوې آلمانۍ ميرمنې د وژنې د عاملانو د پيژندنې او نيولو په لټه کې دي چې تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحيې په ساحه کې ووژله شوه .
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد باخترآژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو د رييس  جنرال محمد سالم الماس  په سرپرستۍ  يو تحقيقاتي ټيم د دغې قضيې په باب کار کوي .
  يوشمېر وسله وال کسان تېره شپه د يوې خيريه موسسې د کار دفتر ته چې د آلمانيانو له خوا اداره کيده، ننوتل او يوه آلمانۍ ميرمن يې د هغې له افغان ساتوونکي سره ووژله او د آلمان يو بل تبعه يې له ځان سره بوتله .
  دغه دفتر په کابل ښارکې د سوداګرۍ او صنايع وزارت ودانۍ ته مخامخ  موقعيت لري .
د کابل پوليسو مقامات وايي چې له دريو کلونو را پديخوا د دغې موسسې  کارکوونکو ته سپارښتنه شوې ده چې پوليسو ته اجازه ورکړي چې د هغوى  محافظت وکړي، خو د دغه دفتر غړو په دې دليل چې دا يو خيريه موسسه ده او څوک ورسره کار نه لري، د خپل محافظت په موخه د پوليسو له منلو څخه يې  ډډه کړې وه .
دکابل دپوليسو يوه خبرځاى وويل چې ښايي دغه قضيه تروريستي اړخ ولري.
د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې په برخه کې يولړ انکشافات شتون لري او پوليس هلې ځلې کوي چې د آلمان تښتول شوي تبعه پيدا او عاملان يې ونيسي.
د يادونې وړ ده: څه دپاسه يو کال کيږي چې د امريکا يو تبعه د استراليا له يوه تبعه سره چې د افغان  _ امريکايي پوهنتون لپاره يې کار کاوه، د کابل ښار د دارالامان له ساحې څخه وتښتول شو چې تر اوسه پورې د هغو د برخليک په باب  کوم خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته